د سعودي عربستان په مشرۍ ایتلاف د یمن په حدیده، صنعاء او دوو نورو ولایتونو هوايي بریدونه کړي، چې په غبرګون کې یې حوثیانو د سعودي عربستان پر جده بندر او مهمو تاسیساتو د برید ګواښ کړی دی.
د فرانسې خبري اژانس د راپور له مخې، ایتلاف ویلي چې په بریدونو کې یې د وسلو او بالستیک توغندیو د قاچاق مرکزونه، پوځي تاسیسات او د بېپیلوټه الوتکو مرکزونه په نښه کړي دي.
حوثیان ادعا کوي، چې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې د ایتلاف په بریدونو کې ۴۱ کسان وژل شوي، خو د سعودي په ملاتړ یمني ځواکونه بیا د ۱۹۳ حوثي جنګیالیو د وژل کېدو او ټپي کېدو خبر ورکوي.
بلخوا د حوثیانو پوځي ویاند یحیی سریع ګواښ کړی، چې د سعودي عربستان جده بندر، د جیزان بندر، برېښناکوټ او په ریاض کې مهمې مالي سیمې به په نښه کړي.
دا بریدونه او ګواښونه وروسته له هغې زیات شوي، چې د دواړو لورو ترمنځ پوځي نښتې پراخې شوې او ایتلاف د حدیده بندر شاوخوا ملکي وګړو ته د سیمې پرېښودو خبرداری ورکړی دی.
