د نومبر ۲۱مه په ټوله نړۍ کې د ټلوېزیون نړۍوالې ورځې په توګه نمانځل کېږي؛ هغه ورځ چې د معلوماتو په خپرولو، د عامه پوهاوي په لوړولو او د نړۍوالو موضوعاتو په اړه د خلکو په خبرولو کې د ټلوېزیون رول ته ځانګړې شوې ده.
ملګري ملتونه وايي، که څه هم په وروستیو کلونو کې د انټرنېټي خپرونو او ډیجیټلي رسنیو کارول زیات شوي او د دودیز ټلوېزیون د لیدونکو بڼه بدله شوې، خو ټلوېزیون لا هم په نړۍ کې د ویډیويي مطالبو د تعقیب له مهمو او پراخو وسیلو څخه دی.
د ملګرو ملتونو په وینا، ټلوېزیون د ټولنیزو، سیاسي او نړۍوالو مسایلو په اړه د معلوماتو په رسولو، د عامه پوهاوي په لوړولو او د خلکو ترمنځ د نظرونو په تبادله کې مهم رول لري.
خو په افغانستان کې د طالبانو له بیا واکمنېدو وروسته د ټلوېزیوني رسنیو فعالیتونه له ګڼو محدودیتونو سره مخ شوي دي.
په هېواد کې یو شمېر ټلوېزیوني چینلونه تړل شوي، په ګڼو ولایتونو کې د دولتي ټلوېزیونونو پر تصویري خپرونو محدودیتونه لګول شوي او په خصوصي ټلوېزیوني شبکو کې هم د ښځو حضور د پام وړ کم شوی دی.
د افغانستان په ملي ټلوېزیون کې هم ښځینه کارکوونکې نه لیدل کېږي. سربېره پر دې، د نویو ټلوېزیوني چینلونو د فعالیت لپاره د جوازونو نه ورکړه د رسنیز فعالیت د پراختیا پر وړاندې بله ننګونه بلل کېږي.
د ټلوېزیون نړۍواله ورځ په داسې حال کې نمانځل کېږي، چې د افغانستان ټلوېزیوني رسنۍ د فعالیت له محدودیتونو، اقتصادي ستونزو او د رسنیز تنوع د کمښت له ننګونو سره مخ دي؛ هغه وضعیت چې د هېوادوالو معلوماتو ته د لاسرسي او د رسنیو د فعالیت پر راتلونکي یې اندېښنې زیاتې کړې دي.
