د رویټرز خبري اژانس د راپور له مخې، د منځني ختیځ له هېوادونو د تېلو د صادراتو د زیاتوالي له امله د جمعې په ورځ د تېلو نړۍوالې بیې راټیټې شوې دي.
د راپور له مخې، د برنټ تېلو بیه ۱.۷۹ سلنه کمه شوې او د یوه بېرل بیه یې ۹۰ ډالرو او ۳۳ سېنټو ته رسېدلې ده. همدارنګه د امریکا د WTI تېلو بیه ۱.۹۵ سلنه راټیټه شوې او یو بېرل یې په ۸۱ ډالرو او ۵۹ سېنټو پلورل کېږي.
تمه ده، چې د برنټ بیه په روانه اوونۍ کې ۶ سلنه او د امریکا د تېلو بیه ۸ سلنه راکمه شي.
دا په داسې حال کې ده، چې د هرمز تنګي کې د تېلو پر ټانکرونو بریدونو او د سعودي عربستان پر پلازمېنه ریاض د حوثیانو توغندیز بریدونو د تېلو د نړۍوال بازار په اړه اندېښنې زیاتې کړې دي.
شنونکي وایي، د منځني ختیځ د تېلو د صادراتو دوام او د نړیوالې تقاضا د کمېدو اندېښنې د تېلو پر بیو د ښکته کېدو فشار زیات کړی دی.
