Home افغانستان د پاکستان د بریدونو په اړه د یو شمېر کسانو د دریځ پر سر تاوده غبرګونونه راپورته شوي
افغانستان سیاست

د پاکستان د بریدونو په اړه د یو شمېر کسانو د دریځ پر سر تاوده غبرګونونه راپورته شوي

وروسته له هغې چې د پاکستان پلوه خبریال جان اڅکزی په یوه ویډیو کې ادعا وکړه، چې “ډېری افغانیت ته د منسوبو کسانو د افغانستان پر خاوره د پاکستان وروستي هوايي بریدونه ستایلي دي“، په ټولنیزو شبکو کې سخت غبرګونونه راپارېدلي دي.

نوموړي په یاده ویډیو کې د احمد مسعود او یونس قانوني نومونه هم یاد کړي او ادعا یې کړې، چې دغو دواړو کسانو د یادو بریدونو ملاتړ کړی دی.

خو یو شمېر افغان لیکوالان او فعالان دا ادعاوې “بې‌بنسټه او ګمراه کوونکې” بولي. د هغوی په وینا، یاد کسان نور د افغانستان د ولس استازیتوب نه کوي او د افغان ولس دریځ د هغوی له شخصي څرګندونو سره تړل کېدای نه شي.

په دغو غبرګونونو کې ویل شوي، چې د افغانستان پر خاوره د بهرني هېواد هر ډول برید د افغانانو له نظره “جنایت” ګڼل کېږي او هېڅ افغان چې ځان د خپل هېواد وفادار وګڼي، نشي کولای د دا ډول بریدونو ملاتړ وکړي.

منتقدین همداراز ادعا کوي چې پاکستان د خپلو دریځونو د توجیه لپاره د تبلیغاتي ویډیوګانو او مصنوعي محتوا له تولید څخه کار اخلي، خو دا هڅې د افغان ولس پر ملي احساس او واقعیت اغېز نه شي کولای.

د یادونې وړ ده، چې تر اوسه پورې نه احمد مسعود او نه هم یونس قانوني په رسمي ډول د یادو څرګندونو په اړه غبرګون ښودلی دی او موضوع لا هم د بحث او اختلاف په محور بدله پاتې ده.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Exit mobile version