د ازادې اروپا مشال څانګې راپور ورکړی، چې له څه باندې څلورو میاشتو راهیسې د پاکستان او افغانستان ترمنځ د مهمو لارو بندېدو او د سوداګرۍ درېدو د پنجاب کروندګرو ته لوی اقتصادي زیانونه اړولي دي.
کروندګر وايي، د پولې دواړو غاړو ته د سوداګرۍ ټکني کېدو له امله د الوګانو بیې ښکته شوې دي او په منډیو کې د حاصلاتو عاید آن د کرنې لګښتونه هم نه پوره کوي. د هغوی په وینا، که وضعیت همداسې دوام وکړي، نو د زرګونو کروندګرو معیشت به لا پسې اغېزمن شي.
د راپور له مخې، د ۲۰۲۵ کال په اکتوبر کې د پاکستاني لوري او په افغانستان کې د طالبان د حکومتي سرتېرو ترمنځ له نښتو وروسته، د هماغې میاشتې له ۱۲مې نېټې راهیسې د تورخم او چمن په ګډون د دواړو هېوادونو ترمنځ یو شمېر لارې د سوداګرۍ او د خلکو د تګ راتګ پر مخ تړل شوې دي.
راپور زیاتوي، چې د ستونزې د حل لپاره د دواړو هېوادونو چارواکو د قطر او ترکیه په منځګړتوب خبرې وکړې، خو دا مذاکرات تر اوسه بېپایلې پاتې شوي دي.
د پنجاب کروندګر او سوداګر د پاکستان ریاست څخه غواړي چې ژر تر ژره د لارو د بیا پرانیستو لپاره عملي ګامونه واخلي، څو سوداګري بېرته عادي شي او د کرنې سکتور له نور زیانونه خوندي شي.
