Home نړۍ د واشنګټن پوسټ خپرونکي د پراخو ګوښه‌ کولو وروسته استعفا ورکړه
نړۍ

د واشنګټن پوسټ خپرونکي د پراخو ګوښه‌ کولو وروسته استعفا ورکړه

د واشنګټن پوسټ اجراییوي رئیس او خپرونکي ویل لوئیس د شنبې په ورځ له خپلې دندې استعفا ورکړه؛ دا پرېکړه څو ورځې وروسته له هغې وشوه، چې دې ورځپاڼې سلګونه کارکوونکي له دندو ګوښه کړل.

ویل لوئیس په یوه یادښت کې چې کارکوونکو ته یې استولی، ویلي چې دا د استعفا لپاره «سم وخت» دی. نوموړي زیاته کړې: «زما د دندې پر مهال سختې پرېکړې وشوې، څو د واشنګټن پوسټ دوامدار راتلونکی تضمین شي او دا اداره وکولای شي د اوږدې مودې لپاره میلیونونو لوستونکو ته باکیفیته او بې‌طرفه خبرونه وړاندې کړي.»
لوئیس د امازون اجراییوي رئیس او د واشنګټن پوسټ مالک جېف بېزوس څخه مننه کړې او ویلي یې دي، چې دا بنسټ تر ټولو ښه مالک لري. ویل لوئیس په ۲۰۲۳ کال کې د بېزوس له‌خوا دې دندې ته ګومارل شوی و او د ورځپاڼې د جنجالي بدلونونو ملاتړ یې کاوه.
د چهارشنبې په ورځ، واشنګټن پوسټ د لګښتونو د کمولو په لړ کې د خپلو کارکوونکو شاوخوا درېیمه برخه له دندو ګوښه کړه او ورسره یې د سپورټ څانګه، څو نړیوال دفترونه او د کتابونو د پوښښ برخه هم وتړله.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Exit mobile version