د هند لومړي وزیر نرېندرا مودي د چهارشنبې په ورځ اسراییلو ته خپل دوه ورځنی رسمي سفر پیل کړ. د دې سفر موخه د هند او اسراییلو ترمنځ د امنیتي، اقتصادي او تخنیکي همکاریو لا پیاوړتیا بلل شوې ده.
نرېندرا مودي له الوتکې ښکته کېدو سره سم د اسراییلو د لومړي وزیر بنیامین نتنیاهو له تود هرکلي سره مخ شو. د هرکلي پر مهال د نتنیاهو مېرمن سارا نتنیاهو هم ورسره ملګرې وه. دغه تود هرکلی د دواړو هېوادونو ترمنځ د اړیکو د نږدېوالي څرګندونه کوي.
څارونکي وایي، د مودي د واکمنۍ پر مهال د هند او اسراییلو اړیکې په څرګنده توګه پیاوړې شوې دي، چې دا د هند په بهرنۍ تګلارې کې یو مهم بدلون ګڼل کېږي. هند په تاریخي ډول د فلسطینیانو ملاتړ کړی او تر ۱۹۹۲ کال پورې یې له اسراییلو سره بشپړې سیاسي اړیکې نه لرلې.
د اسراییلو د لومړي وزیر دفتر په خپره شوې خبرپاڼه کې د دواړو مشرانو ترمنځ «نږدې شخصي اړیکې» او «ژوره او اوږدمهاله دوستي» ستایلې ده.
د پروګرام له مخې، نرېندرا مودي به له بنیامین نتنیاهو او د اسراییلو له ولسمشر اسحاق هرزوګ سره جلا جلا خبرې وکړي، د اسراییلو ولسي جرګې ته به وینا وکړي او د یهودانو د نسلوژنې یاد غونډه به وګوري. همداراز تمه ده چې دواړه مشران به د اقتصاد، امنیت او سیاست په برخو کې ګڼ ګډ تړونونه لاسلیک کړي.
نرېندرا مودي تر سفر وړاندې ویلي وو چې د هند او اسراییلو اړیکې پیاوړې او څو اړخیزې دي او په وروستیو کلونو کې یې د پام وړ پرمختګ کړی دی.
هند د اسراییلو له مهمو شریکانو څخه شمېرل کېږي او په اسیا کې د اسراییلو دوهم لوی سوداګریز ملګری دی. د رسمي شمېرو له مخې، د ۲۰۲۵ مالي کال پر مهال د دواړو هېوادونو ترمنځ سوداګري څه باندې درې اعشاریه شپږ میلیارده ډالرو ته رسېدلې ده.
نرېندرا مودي په ۲۰۱۷ کال کې اسراییلو ته د سفر کوونکی د هند لومړی وزیر و، او بنیامین نتنیاهو په ۲۰۱۸ کال کې هند ته رسمي سفر کړی و.
بنیامین نتنیاهو ویلي، چې د دواړو مشرانو د خبرو اجنډا کې به اقتصادي او امنیتي مسایل تر ټولو مهم وي، او همداراز به د نوې ټکنالوژۍ، لکه پرمختللي کمپیوټري سیستمونه، د شریکولو پر موضوع هم بحث وشي.
د یادونې وړ ده، نرېندرا مودي د ۲۰۲۳ کال د اکتوبر پر اوومه د فلسطیني وسلهوالې ډلې حماس له برید وروسته له هغو لومړیو نړیوالو مشرانو څخه و چې له اسراییلو سره یې خپل ملاتړ څرګند کړ، هغه برید چې د غزې جګړې ته یې لاره هواره کړه.
خو له دې سره سره، هند د روانې میاشتې په پیل کې له سل څخه زیاتو هېوادونو سره یوځای د اسراییلو هغه تازه اقدامات هم غندلي، چې د اشغال شوې لوېدیځې غاړې کنټرول پیاوړی کوي او د فلسطیني حکومت واکونه نور هم محدودوي.
