د ملګرو ملتونو امنیت شورا کې د هند استازي ویلي، چې د تېرو څلور نیمو کلونو فشارمحوره پالیسۍ په افغانستان کې هیڅ مثبت بدلون نه دی راوستی.
هندي چارواکي ټینګار کړی، چې نړۍ واله ټولنه باید له طالبانو سره د تعامل لپاره عملي او واقعبینانه تګلاره خپله کړي، ځکه یوازې فشار سیمه له سیاسي او بشري کړکېچه سره مخ کړې ده.
هغه زیاتوي، د کابل لپاره د هند د تخنیکي دفتر لوړول د دوی د مسؤلانه تعامل او د افغانانو د اړتیاوو د ملاتړ یوه نوې پالیسي ده.
