افغانستان

د هلمند خانشین کې د پخوانۍ مرمۍ چاودنه؛ دوه ماشومان وژل شوي

د هلمند ولایت د خانشین ولسوالۍ په یوه سیمه کې د پخوانیو جګړو څخه پاتې شوې یوې ناچاوده مرمۍ د چاودنې له امله دوو ماشومانو خپل ژوند له لاسه ورکړی او د هغوی مور ټپي شوې ده.

د طالبانو حکومت د هلمند د امنیه قوماندانۍ ویاند دا پېښه تأیید کړې او ویلي یې دي، “چې یاده مرمۍ نن چهارشنبه شاوخوا د سهار په ۹ بجو هغه وخت وچاودېده کله چې ماشومانو دغه ناچاوده مرمۍ وموندله او وروسته یې خپل کور ته یوړه او هلته یې اور ورته کړ، چې له امله یې زوروره چاودنه رامنځته شوه.”

په پېښه کې وژل شوي ماشومان درې او لس کلن وو او ټپي شوې مور یې د درملنې لپاره روغتون ته لېږدول شوې ده.

له بلې خوا، د طالبانو د پېښو پر وړاندې د مبارزې ادارې وروستۍ شمېرې ښيي، چې په تېر یو کال کې لږ تر لږه ۹۶ کسان د ماینونو او ناچاوده مهماتو د چاودنو له امله وژل شوي او ۳۲۸ نور ټپیان شوي دي.

د دې ادارې په وینا، د ۲۰۲۵ کال د اپرېل له لومړۍ نېټې د ۲۰۲۶ کال د مارچ تر ۳۱مې پورې ټولټال ۲۲۵ اړوند پېښې ثبت شوې دي چې په ترڅ کې یې ۴۷۴ کسان زیانمن شوي دي.

د شمېرو له مخې، ۳۲۱ قربانیان ماشومان او ۱۵۳ لویان دي، په داسې حال کې چې ۳۸۰ نارینه او ۹۴ ښځې هم له دې پېښو اغېزمنې شوې دي.

د معلوماتو له مخې، په ولایتونو کې کونړ د ۴۰ پېښو په ثبتولو سره تر ټولو زیاتې پېښې لري، ورپسې فراه د ۲۳ پېښو په درلودلو دویم ځای لري. ننگرهار، هرات او کندهار هم د دې ډول پېښو له زیاتې کچې سره مخ دي.

د یادونې وړ ده، چې د کلونو ماین پاکۍ هڅو سربېره افغانستان لا هم د ماینونو او ناچاوده مهماتو له جدي ګواښ سره مخ هېواد بلل کېږي.

د ماین پاکۍ د برخې پوهان وایي، د جګړو له پای ته رسېدو وروسته د ناچاوده مهماتو پراخ شتون لا هم د ملکي وګړو، په ځانګړي ډول ماشومانو لپاره لوی خطر جوړوي. د دوی په وینا، تر څو د بشپړ ماین پاکۍ ملي او نړۍوال پروګرامونه چټک او پراخ نه شي، دا ډول خونړۍ پېښې به دوام ولري او تر ټولو زیات زیان به یې بې‌ګناه ولس ته رسېږي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *