Home افغانستان د نجونو له ګډون پرته د ۱۴۰۵ کال کانکور ازموینه پیل شوه
افغانستان

د نجونو له ګډون پرته د ۱۴۰۵ کال کانکور ازموینه پیل شوه

د ۱۴۰۵ کال د کانکور سراسري ازموینې لړۍ نن پنجشنبه د هېواد په ۱۵ ولایتونو او د بدخشان ولایت په پنځو حوزو کې د نجونو د کډون پرته پیل شوه، چې زرګونو داوطلبو هلکانو پکې ګډون کړی دی.

د ازموینو عمومي ادارې ویلي، د کانکور د ازموینې بهیر د سیمه‌ییزو چارواکو، څارونکو هیئتونو، ممتحن استادانو او داوطلبو ګډونوالو په حضور کې په بېلابېلو ولایتونو کې پیل شوی او د ازموینې پوښتنلیک صندوقونه د ګډونوالو په وړاندې پرانیستل شوي دي.

د ورکړل شوو معلوماتو له مخې، د کانکور په لومړي پړاو کې د میدان وردک، پروان، غزني، کونړ، بغلان، فاریاب، بادغیس، لوګر، کاپیسا، پکتیکا، هرات، سرپل، اروزګان او غور ولایتونه شامل دي. همدارنګه د بدخشان ولایت پنځه حوزې، فیض‌اباد، بهارک، شغنان، درواز او خواهان هم په دې پروسه کې شامل دي.

د ازموینو عمومي ادارې ویلي، د داوطلبانو بایومتریک معلومات د همدې پړاو لپاره د ثور په ۲۲ او ۲۳ نېټو ثبت شوي وو او د لومړۍ ورځې ازموینه نن ترسره شوه.

تمه ده، چې د ازموینو بهیر به په ځینو ولایتونو کې سبا جمعه هم دوام وکړي او د میدان وردک او کونړ ولایتونو د ازموینې درېیمه ورځ به د شنبې په ورځ ترسره شي.

مسوولینو ټینګار کړی، چې د کانکور ټولې مرحلې د شفافیت، عدالت او بې‌پریتوب پر بنسټ ترسره کېږي او پایلې به هم په شفاف او خوندي ډول له هر ډول مداخلې پرته اعلان شي.

دا په داسې حال کې ده، د نجونو پر زده‌کړو بندیز پنځم پرله‌پسې کال ته رسېدلی، چې د خلکو د پراخو غبرګونونو ترڅنګ د نړۍ والو انتقادونو او اندېښنو لامل هم ګرځېدلی دی.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Exit mobile version