Home افغانستان د ناورې کډوالو شورا؛ افغانستان ته د ستنېدونکو کډوالو لپاره د بېړنۍ مرستې غوښتنه کړې
افغانستان

د ناورې کډوالو شورا؛ افغانستان ته د ستنېدونکو کډوالو لپاره د بېړنۍ مرستې غوښتنه کړې

د ناروې د کډوالو شورا د هغو افغان کډوالو لپاره د بېړنیو مرستو غوښتنه کړې، چې په ایران کې د جګړې له پیل راهیسې بیرته افغانستان ته ستانه شوي دي.

د یادې شورا مشر محمد شفیق پویل ویلي، چې د جګړې له پیل راهیسې شاوخوا ۲۸ زره افغان کډوال خپل هېواد ته راستانه شوي دي. هغه زیاته کړې، چې ډېری دغو کډوالو خپله ټوله شتمني په ایران کې پرېښې او په خالي لاس بېرته افغانستان ته راګرځېدلي دي.

پویل ټینګار کړی، چې ستنېدونکي کډوال د سرپناه، پاکو اوبو او د ژوند نورو اساسي خدمتونو ته جدي اړتیا لري. هغه د سې‌شنبې په ورځ په خپلې ایکس پاڼې کې ویلي: «د دوی وضعیت نازک دی او عاجلې مرستې ته اړتیا لري.»

د ناروې د کډوالو شورا غوښتنه کړې، چې نړۍواله ټولنه دې د افغان کډوالو د وضعیت د ښه کولو لپاره عاجل اقدامات ترسره کړي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Exit mobile version