Home Uncategorized د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې سازمان د پرلپسې څلورمې اونۍ لپاره د ورښتونو دوام وړاندوینه کړې
Uncategorized

د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې سازمان د پرلپسې څلورمې اونۍ لپاره د ورښتونو دوام وړاندوینه کړې

د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې سازمان ویلي، په افغانستان کې د څلورمې پرله‌پسې اوونۍ لپاره د ورښتونو دوام اټکل شوی دی.

د یاد سازمان د معلوماتو له مخې، وروستیو ورښتونو د هېواد په ډېرو سیمو کې د خاورې رطوبت زیات کړی، چې د للمي کښت لپاره ګټور بلل کېږي او د کرنیزو حاصلاتو پر وده او زیاتوالي مثبت اغېز لري.

یاد سازمان پر خپله اېکس پاڼه لیکلي، چې د وړاندوینو له مخې به د هېواد د مرکزي، ختیځو او سوېل‌ختیځو ولایتونو په ځینو سیمو کې د مارچ له ۳۰مې تر اپرېل ۵مې پورې درانه ورښتونه وشي.

دغه بنسټ خبرداری ورکړی، چې د ورښتونو له امله په لویو ښارونو او کلیوالو سیمو کې د سېلابونو د راوتلو احتمال شته، چې ښايي خلکو ته زیانونه واړوي.

دا په داسې حال کې ده، چې د تېرو ۲۴ ساعتونو ورښتونو او سېلابونو له امله د هېواد په بېلابېلو ولایتونو کې لږ تر لږه ۱۷ کسان مړه شوي او یو شمېر نور ټپیان شوي دي. راپورونه ښيي چې دغو طبیعي پېښو خلکو ته مالي زیانونه هم اړولي او ګڼ کورونه او کرنیزې ځمکې یې زیانمنې کړې دي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Exit mobile version