Home افغانستان د مزار–کابل لویې لارې د دویم لاین د جوړولو چارې پیل شوې
افغانستان

د مزار–کابل لویې لارې د دویم لاین د جوړولو چارې پیل شوې

مسولین وایي، د دې پروژې په ترڅ کې به د ۵ کیلومتره په اوږدوالي نوی سړک د ۲۷۷ میلیونه افغانیو په ارزښت جوړ شي، چې د مزارشریف ښار له حضرت عمر فاروق ښارګوټي څخه پیل او د ښار تر ختیځې دروازې پورې د دوو لارو په بڼه بشپړېږي.

د مزارشریف ښاروالۍ ریاست د معلوماتو له مخې، په روان ۱۴۰۵ لمریز کال کې د ښار د حلقوي سړک په ګډون د ۳۲ لویو پراختیایي پروژو د پلي کېدو پلان هم لري، چې د دغو پروژو ټول لګښت شاوخوا ۱.۲ میلیارده افغانۍ اټکل شوی، چې د ښاروالۍ له پراختیایي بودیجې څخه تمویلېږي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Exit mobile version