Home افغانستان په کویټ کې د افغانستان سفارت د طالبانو استازي ته وسپارل شو
افغانستان سیاست

په کویټ کې د افغانستان سفارت د طالبانو استازي ته وسپارل شو

یو شمېر سرچینو خبر ورکړی دی، چې په کویټ کې د افغانستان سفارت د طالبانو حکومت د بهرنیو چارو وزارت له لوري ورپېژندل شوي ډیپلومات ته سپارل شوی دی.

د معلوماتو له مخې، د طالبانو حکومت د بهرنیو چارو وزارت مولوي محمد شفیق خطیب په کویټ کې د افغانستان د نوي سفیر په توګه معرفي کړی او نوموړي خپل ډیپلوماتیک ماموریت پیل کړی دی.

تر اوسه د کویټ حکومت او د طالبانو حکومت د بهرنیو چارو وزارت په دې اړه رسمي څه نه دي ویلي، خو سرچینې وایي، چې د سفارت چارې د نوي استازي تر مشرۍ لاندې تنظیمېږي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Exit mobile version