د غزې په تړانګه کې د فلس.طین د روغتیا وزارت اعلان کړی، چې د اس.رائیلي پوځ د بریدونو له امله د وژل شو شمېر ۷۲ زره او ۲۷ او د ټپیانو شمېر ۱۷۱ زره او ۶۵۱ ته رسېدلی دی.
د فلس.طین د روغتیا وزارت په یوه تازه خبرپاڼه کې ویلي، چې له ۲۰۲۳ کال د اکتوبر له ۷مې نېټې تر اوسه د غز.ې پر تړانګه د اس.رائیلي پوځ د بریدونو له امله ۷۲ زره او ۲۷ کسان وژل شوي دي. د دې وزارت په وینا، د جګړې له پیل راهیسې د ټپیانو ټول شمېر ۱۷۱ زره او ۶۵۱ کسانو ته رسېدلی دی.
یاد وزارت زیاته کړې، چې په تېرو څو ساعتونو کې د دوو وژل شو جسدونه روغتونونو ته انتقال شوي او ۲۵ نور کسان ټپیان شوي دي. سربېره پر دې، لا هم زرګونه کسان ورک دي او د نړېدلو ودانیو لاندې بند پاتې دي.
د راپور له مخې، له ۲۰۲۵ کال د اکتوبر په ۱۱مه د اوربند له ټینګېدو وروسته تر اوسه ۵۷۶ کسان وژل شوي او ۱۵۴۳ نور ټپیان دي، او همدارنګه د ۷۱۷ وژل شو جسدونه له کنډوالو راایستل شوي دي.
