د طالبانو حکومت د کورنیو چارو وزارت وایي، د پاکستان د پوځ جنګي الوتکو تېره شپهکابل کې د معتادینو د درملنې پر یوه مرکز برید کړی، چې له امله یې شاوخوا ۴۰۸ کسان وژل شوي او ۲۶۵ نور ټپیان دي.
وزارت دا برید “وحشیانه او د ټولو انساني او اسلامي اصولو خلاف” بللی او په کلکه یې غندلی دی. همداراز یې له نړۍوالو سازمانونو، اسلامي هېوادونو او د بشري حقونو له بنسټونو غوښتي، چې دا پېښه وڅېړي او د عاملینو پر وړاندې اقدام وکړي.
د یاد وزارت په وینا، دغه مرکز چې زرګونه معتادین پکې تر درملنې لاندې وو، په بشپړه توګه ویجاړ شوی او له نړۍوالو څخه د ټپیانو د درملنې او د نشهيي توکو پر ضد مبارزې کې د مرستې غوښتنه شوې د ه.
