Home افغانستان د سره صلیب نړۍواله کمېټه: د ځاځي میدان کې خلک له جدي ستونزو سره مخ دي
افغانستان

د سره صلیب نړۍواله کمېټه: د ځاځي میدان کې خلک له جدي ستونزو سره مخ دي

د سره صلیب نړۍوالې کمېټې یا ICRC وايي، د افغانستان او پاکستان ترمنځ د ډیورنډ کرښې ته څېرمه د خوست په ځاځي میدان ولسوالۍ کې خلک له جدي بشري او اقتصادي ستونزو سره مخ دي.

د یادې کمېټې د معلوماتو له مخې، په دې سیمه کې چې له ډیورنډ کرښې څخه له پنځو کیلومترو هم کمه فاصله لري، د وروستیو نښتو اغېزې لا هم پر خلکو درنې دي.

د دې کمېټې یو استازی وايي، د سیمې قومي او ټولنیز مشران تر ټولو وړاندې د خپلو مېرمنو، ماشومانو، زړو کسانو او ځانونو لپاره د خوندیتوب غوښتنه کوي.

نوموړی زیاتوي، چې د روغتیايي خدمتونو نشتوالی هم د خلکو یوه جدي ستونزه ده، په ځانګړي ډول ښځې او نوي زېږېدلي ماشومان له روغتیايي خدمتونو څخه د بې‌برخې کېدو له امله له جدي خطرونو سره مخ دي.

د کمېټې په وینا، په افغانستان کې د شاوخوا څلورو لسیزو جګړو دوام د خلکو پر ژوند او اقتصادي وضعیت ژورې اغېزې کړې دي او ډېری کورنۍ له کلونو راهیسې د ژوندي پاتې کېدو لپاره له بېلابېلو ستونزو سره مبارزه کوي.

د دې کمېټې استازی وايي، د افغانستان او پاکستان ترمنځ د سوداګرۍ محدودېدل هم د فرضي کرښې سیمو پر خلکو اقتصادي فشار زیات کړی او د ډېرو کورنیو عایدات یې کم کړي دي.

د سره صلیب نړۍواله کمېټه وايي، له افغاني سرې میاشتې سره یوځای په سیمه کې له خلکو او ټولنو سره کار کوي، څو د اوسنیو ستونزو د حل لپاره د هغوی ملاتړ وکړي، د ستونزو پر وړاندې د مقاومت وړتیا یې لوړه کړي او د راتلونکو احتمالي بحرانونو لپاره یې چمتو کړي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Exit mobile version