جاپان او د ملګرو ملتونو د نشهيي توکو او جرمونو پر وړاندې د مبارزې دفتر (UNODC) په افغانستان کې د یوې دوه کلنې پروژې د پلي کېدو هوکړه کړې ده.
د دې پروژې مالي ارزښت شاوخوا ۹.۴ میلیونه امریکايي ډالره ښودل شوی او ټاکل شوې، چې د ۲۰۲۶ کال له سپټمبر څخه تر ۲۰۲۸ کال سپټمبر پورې په بدخشان، بادغیس، هلمند، کندهار او تخار ولایتونو کې عملي شي.
د پروژې اساسي موخه هغه کورنیو او ټولنو ته د بدیل معیشت زمینه برابرول دي، چې په تېرو کلونو کې یې اقتصادي ژوند د کوکنارو له کښت سره تړاو درلود. همداراز، د نشهيي توکو د روږدي کېدو د مخنیوي، درملنې او بیا رغونې خدمتونو ته د لاسرسي پراخول هم د دې پروژې له مهمو برخو څخه دي.
د معلوماتو له مخې، شاوخوا ۸ زره کورنۍ چې نږدې ۵۶ زره کسان کېږي، د بدیل معیشت له دې پروګرامونو څخه به ګټه واخلي.
په ورته وخت کې تمه ده، چې نږدې ۴۵ زره هغه کسان چې د نشهيي توکو د استعمال له خطر سره مخ دي، یا د نشهيي توکو اړوند اختلالات لري، د مخنیوي، درملنې او بیا رغونې له خدمتونو برخمن شي.
د جاپان او UNODC ترمنځ دا پروژه په افغانستان کې د نشهيي توکو پر وړاندې د مبارزې ترڅنګ، د زیانمنو کورنیو لپاره د دوامدار اقتصادي بدیل رامنځته کولو په برخه کې هم مهم ګام بلل کېږي.
