د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین چین ته سفر کوي څو د چین له ولسمشر شي جینپینګ سره وویني. دا سفر د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ له وروستي سفر څخه یوازې یوه اونۍ وروسته ترسره کېږي، چې د نړۍ والو سیاسي اړیکو د نوې پاملرنې لامل ګرځېدلی دی.
پوتین به د سهشنبې او چهارشنبې په ورځو په چین کې وي او د دغه سفر په ترڅ کې به د دواړو هېوادونو ترمنځ د اقتصادي همکارۍ د پراختیا ترڅنګ پر مهمو نړۍوالو او سیمهییزو مسایلو خبرې وشي. دا سفر د چین او روسیې ترمنځ د دوستۍ د تړون د ۲۵مې کلیزې سره هم سمون لري، چې په ۲۰۰۱ کال کې لاسلیک شوی و.
د کرملین په وینا، دواړه مشران به د اقتصادي همکاریو او نړۍوالو موضوعاتو په اړه خبرې وکړي. پوتین تر سفر مخکې په یوه ویډیويي پیغام کې ویلي چې د روسیې او چین اړیکې “بېساري کچې” ته رسېدلې دي او دا اړیکې په نړۍوال سیاست کې مهم رول لري، چې دا خبره د چین دولتي خبري اژانس شینهوا هم خپره کړې ده.
د روسیې د ولسمشر سلاکار یوري اوشاکوف ویلي، چې د ټرمپ د سفر او د پوتین د سفر ترمنځ هېڅ تړاو نشته او دا سفر مخکې له مخکې پلان شوی و، څو ورځې وروسته له هغې چې پوتین او شي جینپینګ د فبرورۍ په ۴مه د ویډیويي اړیکې له لارې خبرې کړې وې.
د بېجینګ د نړۍ والو اړیکو د څېړنیز مرکز مرستیال وانګ ژیچن ویلي، د ټرمپ سفر د نړۍ د مهمو دوه اړخیزو اړیکو د ثبات لپاره و، خو د پوتین سفر د یوه اوږدمهاله ستراتیژیک شریک د ډاډمنولو لپاره ترسره کېږي. هغه زیاتوي چې د چین لپاره دا دواړه بهیرونه یو له بل سره په ټکر کې نه دي او په جلا لارو پر مخ روان دي.
