نړۍ

د بښنې نړۍوال سازمان: پاکستان دې د عمران خان درملنه وکړي

د بښنې نړۍوال وایي، په پاکستان کې د پخواني لومړي وزیر عمران خان او مېرمنې بشرا بي بي د بشري حقونو د وضعیت په اړه اندېښنه ښودلې او ویلي یې دي، چې دوی ته د کافي روغتیايي خدمتونو، له کورنۍ سره د لیدنو او له وکیلانو سره د اړیکو د حق نه ورکول د نړۍوالو بشري حقونو سرغړونه ده.

د دغه سازمان په وینا، عمران خان له اوږدې مودې راهیسې په انفرادي بند کې ساتل کېږي، د وینې لوړ فشار لري او له ۲۰۲۶ کال د مارچ راهیسې یې له خپلو زامنو سره ټیلیفوني خبرې نه دي کړې. همدارنګه، مېرمن یې د سترګو په ناروغۍ اخته ده او د لید له لاسه ورکولو له خطر سره مخ ده.

سازمان وايي، د عمران خان درې خویندې هم نیول شوې وې چې دوه یې خوشې شوې، خو الیما خان لا هم په زندان کې ده.

دغه سازمان له پاکستاني چارواکو غوښتي چې عمران خان او مېرمنې ته یې سمدستي لازمې روغتیايي اسانتیاوې برابرې کړي، له کورنۍ او وکیلانو سره یې اړیکې بېرته پیل کړي او الیما خان خوشې کړي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *