افغانستان سیاست

بایډن: پوځي او استخباراتي چارواکو د کابل د نه سقوط په اړه ناسم ډاډ راکړی و

د امریکا پخواني ولسمشر جو بایډن په خپل نوي خپاره شوي یادښت کې منلې، چې پوځي او استخباراتي چارواکو ورته ډاډ ورکړی و، چې کابل به د امریکايي ځواکونو له وتلو وروسته لږ تر لږه شپږ میاشتې د افغان حکومت تر کنټرول لاندې پاتې شي، خو دا وړاندوینه ناسمه ثابته شوه.

بایډن په خپل کتاب «Promise Me, America» کې د افغانستان د جګړې د پای ته رسولو د پرېکړې دفاع کړې او ویلي یې دي، که وخت بېرته راوګرځي، بیا به هم له افغانستانه د امریکايي ځواکونو د ایستلو پرېکړه وکړي.

نوموړي د کابل د سقوط، د امریکايي ځواکونو د وتلو او د کابل هوايي ډګر د ځانمرګي برید په اړه هم څرګندونې کړې دي. په دغه برید کې ۱۳ امریکايي سرتېري او لږ تر لږه ۱۷۰ افغان ملکي وګړي ووژل شول.

بایډن د افغان امنیتي ځواکونو د سقوط، د امریکا د پخواني ولسمشر ډونالډ ټرمپ له طالبانو سره د دوحې تړون او له افغانستانه د امریکايي ځواکونو د وتلو بشپړ مسوولیت منلی دی.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *