افغانستان

د بریتانیا ځانګړي استازي په اسلام‌اباد کې د طالبانو او پاکستان ترمنځ د کړکېچ په اړه خبرې کړې دي

د افغانستان په چارو کې د بریتانیا ځانګړی استازی ریچارډ لېنډسي وایي، چې د روانې اوونۍ په ترڅ کې یې په اسلام‌اباد کې له بېلابېلو لوریو سره د افغانستان او پاکستان ترمنځ د کړکېچ په اړه رغنده خبرې کړې دي.

لېنډسي ویلي، په دغو لیدنو کې یې د طالبانو او پاکستان ترمنځ د روانو ترینګلتیاوو په اړه د بریتانیا اندېښنه څرګنده کړې او ټینګار یې کړی، چې هېواد یې په سیمه کې د تلپاتې سولې او ثبات له هڅو ملاتړ کوي.

نوموړي تر دې مخکې په کابل او دوحه کې هم له طالب چارواکو او قطري استازو سره د افغانستان د وروستیو تحولاتو او د طالبانو او پاکستان ترمنځ د خبرو اترو په اړه بحثونه کړي دي.

په دې وروستیو کې یو شمېر هېوادونو د طالبانو او پاکستان ترمنځ د کړکېچ په حل کې هڅې روانې کړې دي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *