د راپورونو له مخې، پاکستاني چارواکو د بلوچستان ایالت د مستونګ ولسوالۍ د کهدکوچې سیمې اوسېدونکو ته امر کړی، چې تر سبا ماسپښین درې بجو پورې سیمه پرېږدي.
دا پرېکړه داسې مهال شوې، چې پاکستاني چارواکو پرون په کهدکوچه کې د دویم ځل لپاره ګرځبندیز لګولی او سیمې ته یې د پاکستاني امنیتي ځواکونو حضور هم زیات کړی دی.
د راپورونو له مخې، دغه محدودیتونه وروسته له هغې لګېدلي چې د بلوڅ د آزادۍ پوځ وسلهوالو په کهدکوچه کې د پاکستاني عسکرو پر یوه کاروان برید وکړ. په خپرو شویو راپورونو کې ویل شوي، چې په دغه برید کې ۱۳ پاکستاني سرتېري وژل شوي او له ۱۰ زیات نور ټپیان شوي دي.
تر اوسه د تخلیې د امر د پلي کېدو د سیمې، د ګرځبندیز د مودې او د اوسېدونکو د احتمالي بېرته ستنېدو په اړه نور جزیات نه دي خپاره شوي.
پاکستاني چارواکو هم تر اوسه په رسمي توګه نه دي ویلي چې ولې یې د سیمې د تخلیې امر صادر کړی او امنیتي محدودیتونه یې ولې دوام موندلی دی.
