Home نړۍ د بلوچستان حکومت او پرلتوالو د زیارت د وژل شویو پولیسو پر قضیه هوکړه وکړه
نړۍ

د بلوچستان حکومت او پرلتوالو د زیارت د وژل شویو پولیسو پر قضیه هوکړه وکړه

د پاکستان د بلوچستان ایالتي حکومت ویلي، د زیارت په سیمه کې د وژل شویو پولیسو د قضیې په تړاو یې په کوټه کې له پرلتوالو سره خبرې بریالۍ شوې او دواړو خواوو یو لیکلی تړون لاسلیک کړی دی.

د راپورونو له مخې، د حکومت مذاکراتي پلاوي او د سیاسي ګوندونو استازو د جمعې په شپه له پرلتوالو سره تر اوږدو خبرو وروسته هوکړې ته رسېدلي، چې ورپسې د کوټې په کویله پاټک سیمه کې د روان پرلت د پای اعلان هم وشو.

د تړون له مخې، د زیارت د پېښې د څېړنې لپاره به یو خپلواک قضایي کمېسیون جوړېږي. همداراز، د بلوچستان د اعلی وزیر په مشرۍ به د امنیتي وضعیت د ارزونې لپاره ګډه غونډه ترسره کېږي، چې پکې به د اپوزېسیون استازي او د وژل شویو پولیسو د کورنیو غړي هم ګډون ولري.

په هوکړه کې دا هم راغلي، چې د بلوچستان په ښاري سیمو کې به د پولیسو ظرفیت او مسلکي وړتیاوې پیاوړې کېږي، وژل شوي پولیس به شهیدان وپېژندل شي او د هغوی کورنیو ته به د حکومت د پالیسۍ له مخې مالي جبران، سرپرستي او د ماشومانو د زده کړو اسانتیاوې برابرې شي.

د وژل شویو پولیسو خپلوانو د جولای له نهمې نېټې راهیسې په کوټه کې پرلت کړی و او د زیارت د پېښې د څېړنې لپاره یې د عدلي کمېسیون د جوړېدو غوښتنه کوله.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Exit mobile version