د بشري حقونو د څار سازمان وايي، د افغانستان د جګړې ښکېلې خواوې د جګړې له امله زیانمنو افغانانو ته د عدالت او حساب ورکونې په برخه کې پاتې راغلي دي.
دغه سازمان د افغانستان د جګړې د پيل د ۲۵مې کلیزې په درشل کې په خپور کړي راپور کې پر امریکا، لویدیځو هېوادونو، پخواني افغان حکومت او طالبانو نیوکې کړې دي.
په راپور کې ویل شوي، چې د امریکا له لوري د شکنجه شویو افغانانو او د ناحقه وژل شویو کسانو کورنیو ته د غرامت او شکایت لپاره روښانه لار نه ده برابره شوې. سازمان همداراز د احتمالي جنګي جرمونو د څېړنې پر پڅ بهیر نیوکه کړې ده.
د بشري حقونو د څار سازمان طالبان هم تورن کړي چې د جګړې پر مهال د خپلو کسانو د احتمالي سرغړونو په اړه یې حسابورکونه نه ده کړې.
طالبانو او امریکا تر اوسه د دغه راپور په اړه رسمي غبرګون نه دی ښودلی.
