افغانستان

د بشري حقونو د څار سازمان: د افغانستان جګړه کې د قربانیانو لپاره عدالت نه دی تامین شوی

د بشري حقونو د څار سازمان وايي، د افغانستان د جګړې ښکېلې خواوې د جګړې له امله زیانمنو افغانانو ته د عدالت او حساب ورکونې په برخه کې پاتې راغلي دي.

دغه سازمان د افغانستان د جګړې د پيل د ۲۵مې کلیزې په درشل کې په خپور کړي راپور کې پر امریکا، لویدیځو هېوادونو، پخواني افغان حکومت او طالبانو نیوکې کړې دي.

په راپور کې ویل شوي، چې د امریکا له لوري د شکنجه شویو افغانانو او د ناحقه وژل شویو کسانو کورنیو ته د غرامت او شکایت لپاره روښانه لار نه ده برابره شوې. سازمان همداراز د احتمالي جنګي جرمونو د څېړنې پر پڅ بهیر نیوکه کړې ده.

د بشري حقونو د څار سازمان طالبان هم تورن کړي چې د جګړې پر مهال د خپلو کسانو د احتمالي سرغړونو په اړه یې حساب‌ورکونه نه ده کړې.

طالبانو او امریکا تر اوسه د دغه راپور په اړه رسمي غبرګون نه دی ښودلی.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *