د روسیې د بهرنیو چارو وزارت د معلوماتو له مخې، د افغانستان، هند، ایران، قزاقستان، چین، قرغزستان، پاکستان، تاجکستان او ازبکستان استازي په دې ناسته کې ګډون کوي.
د روسیې د بهرنیو چارو وزارت ویلي، تمه ده په دې ناسته کې د افغانستان په اړه د سیمې د هېوادونو ترمنځ پر سیاسي او اقتصادي اړیکو، د ترهګرۍ او نشهيي توکو پر وړاندې د مبارزې او نورو سیمهییزو موضوعاتو بحث وشي.
د افغانستان لپاره د روسیې د ولسمشر ځانګړي استازي ضمیر کابلوف ویلي، په دې ناسته کې به د افغانستان او پاکستان ترمنځ د رامنځته شوي کړکېچ د هواري لپاره هم هڅې وشي.
د طالبانو د حکومت د بهرنیو چارو وزیر امیرخان متقي د یکشنبې په ورځ د مسکو فارمټ په دې ناسته کې د ګډون لپاره مسکو ته تللی دی.
