امریکایي رسنیو راپور ورکړی، چې د سعودي عربستان ولیعهد محمد بن سلمان د امریکا له ولسمشر ډونالډ ټرمپ سره په ټیلیفوني خبرو کې پر ایران د امریکا د احتمالي پراخو پوځي بریدونو په اړه اندېښنه څرګنده کړې او د دغه اقدام د لغوه کولو او په سیمه کې د کړکېچ د کمولو غوښتنه یې کړې ده.
د راپورونو له مخې، دغه خبرې په داسې حال کې شوې چې ټرمپ په اردن کې د امریکا پر پوځي اډه د ایران د توغندیز برید او د سمندري تګراتګ د ګډوډۍ په غبرګون کې پوځي انتخابونه تر ارزونې لاندې لري، او ایران هم خبرداری ورکړی چې هر ډول دښمنانه اقدام یا د سیمې د هېوادونو همکاري به له سخت غبرګون سره مخ شي.
راپورونه زیاتوي، چې د ریاض او د سیمې د نورو هېوادونو له دیپلوماتیکو هڅو سره هممهاله، د قطر او عمان په ګډون د یو شمېر هېوادونو په منځګړیتوب د هرمز تنګي د بېرته پرانیستلو او د کړکېچ د مهارولو لپاره بېلابېل دیپلوماتیک وړاندیزونه هم تر بحث لاندې دي، خو لا هم وروستۍ پرېکړې ته نه دي رسېدلي.
د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ ویلي، چې د امریکا پوځ د ایران پر ضد د پوځي اقدام لپاره په بشپړ ډول چمتو، سمبال او ځای پر ځای شوی وو، خو د ایران او د منځني ختیځ د یو شمېر هېوادونو په غوښتنه یې دا برید درولی دی.
ټرمپ ویلي، له امریکا غوښتل شوي چې له هر ډول برید څخه ډډه وکړي، ځکه د یوه هوکړې چوکاټ منل شوی دی.
د هغه په وینا، په دې هوکړه کې د هرمز تنګي سمدستي، بشپړ او هر اړخیز پرانیستل او د ایران د اټومي ګواښ پای ته رسول شامل دي.
هغه زیاته کړې، چې د نړۍ د راتلونکو ګټو او د یوه سوکاله ایران د بقا لپاره یې د هوکړې د ترلاسه کېدو پورې د برید د ځنډولو پرېکړه کړې ده.
ټرمپ همداراز ویلي، چې اسراییل هم له دې پرېکړې سره موافق دی او له ټولو ښکېلو لورو یې غوښتي چې ژر تر ژره هوکړه بشپړه کړي.
