افغانستان سوداګري

د اوسپنې پټلۍ له لارې د سوداګریزو توکو لېږد ۱۲۴ سلنه زیات شوی دی

طالبانو حکومت د ټولګټو وزارت وايي، د ۱۴۰۵ لمریز کال په لومړیو شپږو میاشتو کې د افغانستان د اوسپنې پټلۍ له څلورو مهمو دهلېزونو څخه نږدې ۴.۹ میلیونه مټریک ټنه سوداګریز توکي لېږدول شوي، چې د تېر کال د ورته مودې په پرتله ۱۲۴ سلنه زیاتوالی ښيي.

د دغه وزارت ویاند محمد اشرف حق‌شناس ویلي، په دې موده کې ټول ۴ میلیونه او ۸۸۸ زره او ۲۶۸ مټریک ټنه توکي لېږدول شوي، په داسې حال کې چې د تېر کال په ورته موده کې دغه کچه ۲ میلیونه او ۱۸۲ زره او ۳۱۲ ټنو ته رسېده.

د نوموړي په وینا، دغه توکي د حیرتان، آقینې او تورغونډۍ بندرونو او د خواف – هرات د اوسپنې پټلۍ له لارې لېږدول شوي دي.

د وزارت د معلوماتو له مخې، نفتي توکي، مایع ګاز، غنم، اوړه، خوراکي غوړي او ساختماني مواد د وارداتي توکو او وچه مېوه، پنبه، معدني محصولات او نور افغاني تولیدات د صادراتي توکو مهمې برخې جوړوي.

افغانستان د وچې له لارې په وچه کې راګیر هېواد دی او د سوداګریزو توکو د لېږد لپاره پر سیمه‌ییزو ترانزیټي لارو تکیه کوي. د اوسپنې پټلۍ پراختیا کولای شي د وارداتو او صادراتو لپاره د لېږد بدیلې لارې برابرې کړي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *