د هند په غوره لیګ سیالیو کې نن شنبه ماښام ګجرات لوبډله د راجستان پر وړاندې لوبه ترسره کوي.
د ګجرات لپاره د شْبمن ګېل په نشتون کې د افغان کرکټ ملي لوبډلې او د نړۍ کرکټ ستوری لوبغاړی راشد خان مشري کوي.
خان تر دې وړاندې هم په یاد لیګ کې د ګجرات لپاره په دوو سياليو کې لوبډلمشري کړې ده، چې يوه یې ګټلې او په بله کې یې ماتي منلې ده.
د راشد سربېره په یاد لیګ کې د افغان لوبډلې درې نور لوبغاړي عضمت الله عمرزی، نور احمد او الله محمد غضنفر هم د بېلابېلو لوبډلو لپاره لوبیږي.
