افغانستان

د افغانستان د خبریالانو مرکز: په ۱۴۰۴ کال کې د رسنیو پر ازادۍ فشارونه زیات شوي

د افغانستان د خبریالانو مرکز په خپل تازه راپور کې ویلي، چې په ۱۴۰۴ کال کې په هېواد کې د رسنیو ازادي له جدي محدودیتونو او زیاتېدونکي سانسور سره مخ شوې ده.

د راپور له مخې، په تېر کال کې د رسنیو له ازادۍ د سرغړونې لږ تر لږه ۲۰۷ پېښې ثبت شوې، چې پکې د خبریالانو نیونې، ګواښونه او تاوتریخوالی شامل دي. دغه شمېر د تېر کال په پرتله له ۲۰ سلنې زیاتوالی ښيي.

راپور زیاتوي، چې د طالبانو تر واک لاندې ادارې پر رسنیو کنټرول پراخ کړی، د ژوندیو موجوداتو د انځورونو پر خپرولو بندیز یې نورو ولایتونو ته غځولی او لسګونه رسنۍ یې د فعالیت درولو ته اړ کړې دي.

همداراز، د ښځینه خبریالانو پر فعالیتونو محدودیتونه، د بندي خبریالانو جبري اعترافونه او د رسنیو مالي ستونزې د اندېښنې وړ بلل شوي دي.

د افغانستان د خبریالانو مرکز له واکمنې ادارې غوښتي، چې د رسنیو او خبریالانو بنسټیزو حقونو ته درناوی وکړي او د بیان ازادۍ لپاره خوندي چاپېریال برابر کړي.

نن د کب ۲۷مه په هېواد کې د خبریال ملي ورځې په توګه نمانځل کېږي، هغه ورځ چې د رسنیو د ارزښت، د بیان ازادۍ او د خبریالانو د هڅو د درناوي لپاره ځانګړې شوې ده.

د همدغې ورځې په مناسبت د افغانستان د خبریالانو مرکز په خپل تازه راپور کې ویلي، چې په ۱۴۰۴ کال کې په هېواد کې د رسنیو ازادي له جدي محدودیتونو او زیاتېدونکي سانسور سره مخ شوې ده.
د راپور له مخې، په تېر کال کې د رسنیو له ازادۍ د سرغړونې لږ تر لږه ۲۰۷ پېښې ثبت شوې، چې پکې د خبریالانو نیونې، ګواښونه او تاوتریخوالی شامل دي. دغه شمېر د تېر کال په پرتله له ۲۰ سلنې زیاتوالی ښيي.
راپور زیاتوي، چې د طالبانو تر واک لاندې ادارې پر رسنیو کنټرول پراخ کړی، د ژوندیو موجوداتو د انځورونو پر خپرولو بندیز یې نورو ولایتونو ته غځولی او لسګونه رسنۍ یې د فعالیت درولو ته اړ کړې دي.
همداراز، د ښځینه خبریالانو پر فعالیتونو محدودیتونه، د بندي خبریالانو جبري اعترافونه او د رسنیو مالي ستونزې د اندېښنې وړ بلل شوي دي.
د افغانستان د خبریالانو مرکز له واکمنې ادارې غوښتي، چې د رسنیو او خبریالانو بنسټیزو حقونو ته درناوی وکړي او د بیان ازادۍ لپاره خوندي چاپېریال برابر کړي.

د خبریال ملي ورځ په داسې شرایطو کې نمانځل کېږي، چې خبریالان د خپلو بنسټیزو حقونو، د بیان ازادۍ او خوندي کاري چاپېریال غوښتنه کوي، څو وکولی شي له وېرې پرته خپل مسلکي مسؤلیتونه ترسره کړي.

 

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *