افغانستان ځانګړي خپرونې

د افغانستان د خبریالانو مرکز: د رسنیو ځپنه او د خبریالانو نیونې زیاتې شوې دي

د افغانستان د خبریالانو مرکز د مطبوعاتو د ازادۍ نړۍ والې ورځې په مناسبت په افغانستان کې د رسنیو د ازادۍ د محدودېدو، د سانسور د زیاتېدو او د خبریالانو د نیونو د پراخېدو په اړه ژوره اندېښنه څرګنده کړې او خبرداری یې ورکړی، چې روان وضعیت هېواد د تیارو او فکري انزوا پر لور بیایي.

د دغه مرکز په وینا، د ۲۰۲۵ کال د مې میاشتې راهیسې تر اوسه پورې په هېواد کې د رسنیو د ځپلو، سانسور او اختناق لړۍ په بې‌ساري ډول پراخه شوې ده. د دوی د موندنو له مخې، په تېرو ۱۲ میاشتو کې د رسنیو او خبریالانو د ازادۍ پر ضد لږ تر لږه ۱۵۰ پېښې ثبت شوې دي.

راپور وایي، په دې موده کې لږ تر لږه ۲۰ خبریالان نیول شوي او ۱۲۷ د ګواښ او فشار پېښې ثبت شوې دي. دغه مرکز زیاتوي، که څه هم د پېښو شمېر د تېر کال په پرتله کم ښکاري، خو د وضعیت کیفیتي بڼه د ژور بحران نښه ده.

د افغانستان د خبریالانو مرکز په راپور کې ویلي، چې د ژوندیو موجوداتو د انځورونو پر خپرولو بندیز اوس د هېواد په ۲۵ ولایتونو کې عملي شوی، چې له امله یې لږ تر لږه اته سیمه‌ییز تلویزیونونه تړل شوي دي.

همداراز راپور څرګندوي، چې د واکمنې ادارې د محدودوونکو پالیسیو د نه عملي کولو له امله لږ تر لږه ۱۱ رسنۍ او رسنیز بنسټونه تړل شوي او د ۱۰ خبریالانو او رسنیو ملاتړو بنسټونو جوازونه لغوه شوي دي.

د اطلاعاتو پر لاسرسي محدودیتونه هم زیات شوي دي. د راپور له مخې، د واکمنې ادارې په شاوخوا نیمايي وزارتونو او دولتي ادارو کې پر ویډیویي مرکو او راپورونو بندیز لګول شوی دی.

راپور کې ویل شوي، چې په رسنیو کې د خپرونو پر محتوا او د مرکو پر څرنګوالي فشارونه هم زیات شوي او رسنۍ اړ ایستل کېږي، چې له هغو کسانو سره مرکې ونه کړي، چې د واکمنې ادارې له نظره د تایید وړ نه وي.

د ښځینه خبریالانو پر وړاندې محدودیتونو ته په اشارې، راپور وایي چې په یو شمېر ولایتونو کې د ښځو د غږ پر خپرولو بندیزونه عملي شوي او د ښځینه خبریالانو حضور په خبري غونډو او رسنیزو فعالیتونو کې له سخت سانسور سره مخ دی.

دغه مرکز دا هم ویلي، چې د طالبانو له بیا واکمنېدو وروسته د لومړي ځل لپاره د استخباراتو ادارې د څو خبریالانو جبري اعترافونه خپاره کړي، چې دا چاره یې د وېرې او اختناق د فضا د پراخېدو یوه بېلګه بللې ده.

د افغانستان د خبریالانو مرکز ټینګار کړی، چې خپلواکې رسنۍ او ازاد خبریالان د ټولنې له حیاتي اړتیاوو څخه دي او د خلکو د غږ د انعکاس لپاره مهم رول لري.

یاد مرکز له طالبانو حکومت غوښتي، چې د رسنیو او خبریالانو پر وړاندې له محدودوونکو سیاستونو لاس واخلي، ټول بندیان خبریالان خوشې کړي او خبریالانو ته اجازه ورکړي، چې له وېرې او فشار پرته خپل مسلکي فعالیتونه ترسره کړي.

همداراز له نړۍ والې ټولنې غوښتنه شوې، چې د افغانستان له خپلواکو رسنیو او له ګواښ سره مخ خبریالانو سره سیاسي، مالي او تخنیکي ملاتړ زیات کړي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *