د افغانستان پخواني ولسمشر حامد کرزي د کرکټ ملي لوبډلې ستوري لوبغاړي راشد خان په ۲۰ اوریزو لوبو کې د ۷۰۰ ویکټو ترلاسه کول ستایلي دي.
کرزي د خپلې اېکس پاڼې له لارې په دې اړه ویلي، چې دا لاسته راوړنه نه یوازې د راشد خان، بلکې د ټولې ملي لوبډلې د هڅو نتیجه ده او د هېواد لپاره یې نړۍوال شهرت او افتخار راوړی دی. ښاغلي کرزي د راشد خان او د ټیم ټولو لوبغاړو لپاره د لا ډېرو بریاوو هیله څرګنده کړې ده.
د یادونې وو ده، چې د حامد کرزي وړاندې د راشد خان یاده کارنامه د افغانستان لپاره د برېټانیا ځانګړي استازي ریچارډ لینزي او د افغانستان د سولې په چارو کې د امریکا پخواني ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد هم ستایلي ده.
دا په داسې حال کې ده، چې راشد خان د نړۍ وال جام په روانو لوبو کې د متحده عربی اماراتو خلاف د یوې ویګټې په ترلاسه کولو سره د شل اوریزو لوبو ٧٠٠ ویکټې پوره کړې، چې دغه کار په نړۍ واله کچه له دغه مخکې کوم لوبغاړي نه دی ترسره کړی.
