ترکمنستان اعلان کړی، چې د ۲۰۲۷ کال په مارچ میاشت کې به د افغانستان په اړه د «شپږ جمع دوه» په چوکاټ کې د وزیرانو په کچه غونډه جوړه کړي.
د ترکمنستان استازي د ملګرو ملتونو د امنیت شورا په غونډه کې ویلي، چې د دې ناستې په څنډه کې به د لومړي ځل لپاره د افغان ښځو او ګډونوالو هېوادونو د استازو ترمنځ خبرې اترې هم وشي.
د نوموړي په وینا، دا نوښت به د افغان ښځو او سیمهییزو هېوادونو ترمنځ د نظرونو تبادلې او متقابل تفاهم ته زمینه برابره کړي.
د غونډې د جزییاتو او په کې د طالبانو د استازو د احتمالي ګډون په اړه تر اوسه څه نه دي ویل شوي. د «شپږ جمع دوه» په پخواني چوکاټ کې د افغانستان شپږ ګاونډي هېوادونه، امریکا او روسیه شامل وو.
