د بلوڅانو د حقونو یو شمېر فعالانو پر ټولنیزو رسنیو د تېرې ورځې پراخو بریدونو وروسته یو کمپاین پیل کړی او د برتانیا حکومت یې غوښتي چې بلوچستان په رسمیت وپېژني.
بلوڅ فعالان وایي، د بلوچستان جمهوریت باید په رسمیت وپېژندل شي او هغه دوه اړخیز تړونونه چې د ۱۹مې پېړۍ په اوږدو کې د بلوچستان او برتانیا ترمنځ شوي وو، یو ځل بیا به نوي شي.
په ١٩ مه پېړۍ کې اکثریت تړونونو کې د بریټانیا حکومت ته د بلوچستان دفاع، بهرنۍ تګلارې او مالیاتو واک ورکړل شوی وه.
بل خوا، په اسلام آباد کې د برتانیا سفارت په بلوچستان کې وروستي وسله وال بریدونه غندلي او ویلي یې دي، چې د ترهګرۍ پر ضد د پاکستان ترڅنګ ولاړ دي او د سولې او امنیت ملاتړ کوي.
د یادونې وړ ده، چې له تېرې ورځې راهیسې د بلوچستان لسو لویو ښارونو کې بلوڅ آزادۍ غوښتونکو عملیات پیل کړي، چې پکې ګڼ شمېر پاکستاني پوځیانو ته مرګ ژوبله اوشتي او د ګوټې ګڼې دولتي او پوځ ادارې یې تخریب کړې دي.
