Home افغانستان پښتانه دې د روان پوځي استبداد پر وړاندې پرېکړه وکړي؛ یا هجرت او بیا تدبیر یا مخ پر اسلام اباد او پاکستاني نظام ننګول
افغانستان سیاست نړۍ

پښتانه دې د روان پوځي استبداد پر وړاندې پرېکړه وکړي؛ یا هجرت او بیا تدبیر یا مخ پر اسلام اباد او پاکستاني نظام ننګول

پښتانه دې د روان پوځي استبداد پر وړاندې پرېکړه وکړي؛ یا هجرت او بیا تدبیر یا مخ پر اسلام اباد او پاکستاني نظام ننګول.

د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر، منظور احمد پښتین د پښتونخوا په بېلابېلو سیمو کې د پوځي عملیاتو، د شهید ارمان لوڼي د اووم تلین او په ټوله کې د روانو حالاتو په اړه یو مهم ويډيويي پیغام کې ویلي، چې په ۲۰۲۵ کال کې پاکستاني پوځ په پښتون مېشتو سیمو کې له ۳۰۰ څخه زیات بریدونه کړي، چې په دغو بریدونو کې یوازې ملکي وګړي په نښه شوي دي.
پښتین زیاته کړې، چې د پاکستان پوځ د «پوځي عملیاتو» تر نامه لاندې هڅه کوي پښتانه وځپي او هغوی له خپلو اصلي سیمو بې‌ځایه کړي. نوموړي د پښتونخوا له ولسه غوښتي، چې په تیرا سیمه کې د پاکستاني پوځ د عملیاتو د مخنیوي لپاره یو موټی شي او پر وړاندې یې ودرېږي.
منظور پښتین ویلي، چې د پاکستان پوځ موخه دا ده چې د عملیاتو له لارې پښتني سیمې ناامنه کړي، پښتانه ووژني او د دغو سیمو طبیعي زېرمې، په ځانګړي ډول کانونه، لوټ کړي.
نوموړي ټینګار کړی، چې پښتانه دوه لارې لري: یا به هجرت کوي تر څو په ازاده فضا کې بیا تدبیر او تصمیم ونیسي او یا به له خپلو کډو سره د اسلام‌اباد پر لور حرکت کوي، د هغوی نظام به ننګوي او خپل حق به ترې غواړي.
ښاغلي پښتین دې پیغام کې زیاته کړه:
پښتانه که څومره جرګې وکړي، د هغو جرګو پرېکړي بیا هم پنجابي ریاست ته وړل کېږي، او ترې غوښتنه کېږي چي عملي یې کړي. خو پنجابی چي خپل سټېټ لري، هېڅکله نه غواړي د پښتنو پرېکړي عملي کړي. له همدې امله پښتنو ته د خپل سټېټ، یا لږ تر لږه د داسي یو خپلواک مرکز اړتیا ده چي که هغوی یې پرېکړي عملي نه کړې، نو وکولای سي د هماغه مرکز له لاري یې خپله عملي کړي.

د خیبر جرګې په پرېکړو کې یوه مهمه پرېکړه موږ دا هم وکړه چي پښتانه به خپل ”ملي مرکز“ جوړوي. د دغه مرکز لپاره د خیبر ولسونو سل جریبه ځمکه هم ورکړه. هلته به د ټولو سیمو او ګوندونو شاوخوا ۸۰ ادارې موجودي وای، او د پښتنو هره ستونزه به د همدې ادارو له لوري په ګډه، په ملي مرکز کي حل کېدله. دغه ملي مرکز به د ټولو سیمو او ګوندونو له افرادو جوړ یو منظم قوت تر (درې لکو) پوري لرلی، چي د اړتیا پر مهال به ترې استفاده کېدله.
پښتین دا هم وویل چې؛ نن چي د یو لوی ولس خبره نه منل کېږي، خو په مقابل کي یې د پنځو کسانو خبره منل کېږي او عملي کېږي. لامل یې دا دی چي هغوی د خپلي خبري د عملي کېدو لپاره یو معلوم مرکز او قوت لري، چي نوم یې سټېټ او پوځ دی. که موږ هم دا ډول قوت، یا لږ تر لږه یو سمبولیک سټېټ لرلی، نو که نور څه یي هم نه وای کړي، حداقل د پښتنو ترمنځ به د ازادۍ او مستقل سټېټ د ترلاسه کولو روحیه لا پیاوړې سوې وای او ورځ تر بلي به یې وده کوله.
د ښاغلي پښتین دا ځل پیغام تر نورو هغو لا ډېر څرګند او د یو لړ عملي ګامونو د هوډ څرکونه لري.
پاکستاني پوځ په دې وروستیو کې په مستعمره پښتونخواه کې د عملیاتو په پلمه خپل تشدد او زورزیاتی څو برابره زیات کړی او هلته مېشت پښتانه یې تر سخت فشار لاندې نیولي.
له سیمې څخه مدني فعالانو تاید کړې چې دا مهال په ټوله پښتونخواه کې د پوځ پر وړاندې کرکه او حساسیت تر بل هر وخت څو برابره زیات شوی او هلته ولسونو د روان استبداد څخه د خلاصون لپاره هرې ممکنې او مشروع لارې ته د ورګرځېدو ذهنیت موندلی.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Exit mobile version