Home نړۍ د ایران بهرنیو چارو وزیر: د هرمز تنگې امنیت زموږ لپاره حیاتي دی
نړۍ

د ایران بهرنیو چارو وزیر: د هرمز تنگې امنیت زموږ لپاره حیاتي دی

د ایران بهرنیو چارو وزیر سید عباس عراقچي په تازه څرګندونو کې ویلي، چې د فارس خلیج او هرمز تنگې د سولې او ثبات ساتنه د ایران لپاره لومړیتوب دی. هغه د متحده ایالاتو په شمول د بهرنیو ځواکونو په سیمه کې حضور د وضعیت د کړکېچ زیاتوالي عامل وبلل.
هغه ټینګار کړی، چې د ایران ځواکمن وسله وال ځواکونه حق لري، ترڅو په خپل قلمرو کې پوځي تمرینونه ترسره کړي او د بهرنیو ځواکونو لارښوونې او غوښتنې یې غیر منطقي ګڼلې.

وزیر زیاته کړې، چې ازاد تګ راتګ او د سوداګریزو بېړیو خوندي تېرېدنه د هرمز تنگې لپاره حیاتي ده او ایران تل هڅه کړې چې په سیمه کې ثبات وساتي.
دا په داسې حال کې ده، چې په دې وروستیو کې د ایران او امریکا ترمنځ اړیکې تر بل هر وخت کړکېچنې شوې دي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Exit mobile version