د طالبانو کانونو او پټرولیم وزارت سیمیزو رسنیو ته وايي، چې د بدخشان ولایت د زر وینځلو پروژو له لارې له ۱۰۰ زرو څخه ډېرو کسانو ته د کار زمینه برابره شوې ده.
د یاد وزارت د معلوماتو له مخې، دا پروژې د بدخشان په شهر بزرگ، یاوان، کوهستان، راغستان، خواهان او ارغنجخواه ولسوالیو کې د زر وینځلو کانونو د اېستلو او اړوندو تخنیکي چارو په برخه کې پلي شوې دي.
سرچینې زیاتوي، چې په دغو پروژو کې خلکو ته په مستقیم او غیرمستقیم ډول کار فرصتونه برابر شوي، چې دا چاره د سیمې د اقتصادي وضعیت د ښه والي لپاره مهمه بلل کېږي.
بلخوا یو شمېر کارپوهان د طالبانو په غیرې منظم ډول د کانونو پر استخراج نیوکې کوي او د طالبانو حکومت څخه یې د سمون غوښتنه کوي.
