ایران وايي، چې د امریکا سمندري ځواکونو پر ایرانۍ تېلو وړونکې بېړۍ له برید وروسته یې د امریکا د سمندري ځواکونو پر بېړیو ځوابي بریدونه کړي دي، چې دا اقدام د واشنګټن او تهران ترمنځ د موجوده اوربند د لا زیات کړکېچ لامل بلل کېږي.
د ایران د پوځ د ګډې قوماندې (خاتمالانبیاء) مرکزي دفتر ویلي چې د امریکا له لوري د اوربند د سرغړونې ترڅنګ، د ایران پر ځینو سیمو هوايي بریدونه هم شوي دي، چې پکې د قشم ټاپو او د بندر عباس او میناب په څېر جنوبي سیمې شاملې دي. په راپور کې ویل شوي چې دا بریدونه د ځینو سیمهییزو هېوادونو په همکارۍ ترسره شوي، خو د هغوی نومونه نه دي اخیستل شوي.
ایراني پوځي چارواکو ادعا کړې چې د دوی ځوابي بریدونو د امریکا سمندري بېړیو ته “د پام وړ زیان” اړولی دی. د ایران پوځ ویلي:
“متجاوز امریکا او ملاتړي هېوادونه دې پوه شي چې اسلامي جمهوریت به د هر ډول تېري په وړاندې قاطع او کوبنده ځواب ورکړي.”
د ایران د اسلامي انقلابي ګارډ قول اردو (IRGC) سمندري ځواک ویلي چې په ځوابي بریدونو کې یې د بالستیک او کروز توغندیو او همدارنګه د لوړ چاودېدونکو بېپیلوټه الوتکو څخه کار اخیستی دی.
له بلې خوا، د امریکا مرکزي قوماندې (CENTCOM) ویلي چې دوی د ایران “بېدلیله بریدونه” شنډ کړي او په ځواب کې یې د “ځان دفاعي عملیات” ترسره کړي دي. CENTCOM ټینګار کړی چې هېڅ امریکايي بېړۍ ته زیان نه دی رسېدلی.
دغه قومانده زیاتوي، چې امریکا د کړکېچ د زیاتېدو غوښتنه نه لري، خو د خپلو ځواکونو د خوندیتوب لپاره بشپړ چمتووالی لري.
د راپورونو له مخې، دا نښتې د وروستیو اونیو تر ټولو جدي سمندري شخړه بلل کېږي، وروسته له هغې چې امریکا د ایران د بندرونو د محاصرې په چوکاټ کې یو شمېر کښتۍ نیولې او نورو ته یې د تګ مخه نیولې ده.
ایراني رسنیو همدارنګه ویلي، چې د قشم ټاپو، بندر عباس او میناب په بندري سیمو کې چاودنې اورېدل شوې دي. ځینې راپورونه دا هم وایي چې درې امریکايي جنګي بېړۍ د ایران د توغندیو تر برید لاندې راغلې او وروسته د عمان خلیج لوري ته وتښتېدې.
دغه کړکېچ داسې مهال زیات شوی چې راپورونه د واشنګټن او تهران ترمنځ د جګړې د پای ته رسېدو لپاره د خبرو اترو د پرمختګ په اړه هم خپرېږي.
