یو ایراني پوځي چارواکي هغه ادعاوې رد کړې، چې ایران د متحده عربي امارات د فجیره بندر په نښه کړی.
د الجزیره د رپوټ له مخې، نوموړي زیاته کړې چې دا برید د امریکا پوځ کړی دی.
خو د اماراتو چارواکو ویلي، چې دا برید ایران له لوري د ډرون په مټ شوی دی.
دوی دا هم ویلي چې ایران پرون څلور توغندي ور توغولي چې درې یې شنډ کړي او څلورم په اوبو کې غورځېدلی دی.
پر ایران د اسراییل او امریکا د بریدونو پیلېدو پسې په تېر مارچ کې هم پر فجیره بندر ورته بریدونه شوي او له امله یې له دغې صنعتي سیمې نړۍ ته د تېلو لېږد ځنډېدلی و.
تازه برید پرون له هغه وروسته وشو چې د هرمز تنګي د خلاصولو لپاره امریکا د ازادۍ پروژه په نوم د عملیاتو ګواښ او دغه تنګي ته د ځواکونو استولو خبره وکړه.
پر فجیره بندر پروني برید ته مختلفو هېوادونو غبرګون ښودلی او د ورته بریدونه د نه تکرار غوښتنه یې کړې ده.
د سعودي وليعهد او لومړي وزير محمد بن سلمان د متحده عرب اماراتو له واکمن محمد بن ال نهيان سره په ټليفوني خبرو کې پر دغه هېواد د ایران بریدونه غندلي او ناعادلانه یې بللي دي.
د فرانسې ولسمشر ایمانویل مکرون هم پر متحده عربي اماراتو د ایران بریدونه غندلي او ویلي یې دي چې د توجیه وړ نه دي.
د برتانیا لومړي وزیر دفتر هم پر فجیره برید غندلی او مسوولیت یې پر ایران اچولی دی. دوی له تهران غوښتي چې د تاوتریخوالي د مخنیوي لپاره ډیپلوماسۍ ته ستون شي.
پخپله د ایران بهرنیو چارو وزیر هم پر خبرو ټینګار کړی او ویلي یې دي چې د هرمز تنګي خلاصول سیاسي کړکېچ دی او نظامي حل نه لري.
عباس عراقچي زیاته کړې چې د پاکستان په منځګړتوب د تهران او واشنګټن خبرې د پرمختګ په حال کې دی، ځکه باید امریکا هوښیاره اوسي.
د امریکا او ایران ترمنځ د اوربند له پیلېدو مخکې هم ایران په سعودي، قطر، بحرین او نورو هېوادونو کې د واشنګټن پوځي اډې په نښه کړې، خو د ځینې بریدونو مسوولیت یې نه دی منلی او د پړې ګوته یې واشنګټن یا تلابیب ته نیولې ده.
