Home نړۍ ایران: امریکا باید د اوربند او یا د “د اسرائیل له لارې دوامداره جګړې” ترمنځ انتخاب وکړي
نړۍ

ایران: امریکا باید د اوربند او یا د “د اسرائیل له لارې دوامداره جګړې” ترمنځ انتخاب وکړي

د ایران د بهرنیو چارو وزیر سید عباس عراقچي ویلي، چې د ایران او د متحده ایالاتو ترمنځ د اوربند شرایط روښانه او څرګند دي او واشنګټن باید انتخاب وکړي، چې یا کامل اوربند ومني او یا له اسرائیل سره د جګړې دوام ته اجازه ورکړي. هغه ټینګار کړی، چې امریکا دواړه یوځای نشي درلودلی.

عراقچي پر خپله اېکس پاڼه د یوه بیان په خپرولو سره لیکلي، “نړۍ د لبنان په اړه د وژنو کتونکي ده او توپ اوس د امریکا په میدان کې دی چې وګوري آیا به پر خپلو ژمنو عمل وکړي که نه.”

 

نوموړي زیاته کړې، چې د ایران او امریکا ترمنځ د اوربند په چوکاټ کې باید په لبنان کې د جګړې د درولو شرط هم شامل شي، خو د امریکا او اسرائیل له لوري په لبنان کې پر عملیاتو د بندیز نشتوالی د دې موافقې دوام له ستونزو سره مخ کړی دی.

کارپوهان وايي، د عراقچي دا څرګندونې ښيي چې تهران غواړي د اوربند تړون یوازې په مستقیمو تاوتریخوالو نه بلکې په سیمه‌ییزو جګړو هم عملي شي. د دوی په وینا، که امریکا ونه غواړي چې د اسرائیل وضعیت په اوربند کې شامل کړي، نو د اوسني تړون دوام به له خطر سره مخ شي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Exit mobile version