Home نړۍ اکسیوس: امریکا له ایران سره د ۲۰ میلیاردو ډالرو د نغدو پیسو د تبادلې په بدل کې د یورانیمو د معاملې په اړه غور کوي
نړۍ

اکسیوس: امریکا له ایران سره د ۲۰ میلیاردو ډالرو د نغدو پیسو د تبادلې په بدل کې د یورانیمو د معاملې په اړه غور کوي

اکسیوس رسنۍ د امریکايي چارواکو په حواله راپور ورکړی، چې تهران او واشنګټن د یوې درې‌صفحه یي طرحې پر سر خبرې اترې کوي، څو روانې ناندرۍ پای ته ورسوي.

د راپور له مخې، د احتمالي توافق اصلي محور دا دی چې امریکا به د ایران شاوخوا ۲۰ میلیارده ډالره کنګل شوې شتمنۍ ازادې کړي، په بدل کې به ایران خپل غني شوي یورانیم وسپاري.

راپور زیاتوي، د امریکا لومړنی وړاندیز ۶ میلیارده ډالر و، ایران ۲۷ میلیارده غوښتل، او اوس د ۲۰ میلیارده ډالرو وړاندیز تر بحث لاندې دی.

د ټرمپ حکومت خپل لومړیتوب د ایران نږدې دوه زره کیلوګرامه غني شوي یورانیمو ته ورکړی دی.

د آکسیوس د سرچینو په وینا، واشنګټن غواړي دا مواد د امریکا خاورې ته ولېږدول شي، خو یو منځنی وړاندیز دا هم شته چې د دې موادو یوه برخه یو درېیم هېواد ته انتقال شي او پاتې برخه په ایران کې د نړیوالو څارونکو تر نظارت لاندې راکم یا ټیټ غنی شي.

تر اوسه روښانه نه ده چې دا تفاهم لیک د ایران د بالستیک توغندیو او سیمه‌ییزو ډلو موضوع هم رانغاړي که نه.

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ ددغو راپورونو په اړه غبرګون ښودلی چې پکې ویل شوي امریکا ښايي د ایران د کنګل شوو شتمنیو ۲۰ میلیارده ډالره د یورانیمو د سپارلو په بدل کې ازاده کړي.

هغه ویلي، چې امریکا به هغه څه هم له ایران څخه ترلاسه کړي چې د ده په وینا د بی-۲ بم‌بار غورځوونکو الوتکو له بریدونو وروسته «هستوي دوړې» بلل کېږي، او ټینګار یې کړی چې په دې معامله کې به هېڅ ډول مالي تبادله نه کېږي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Exit mobile version