د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ دفتر (اوچا) وایي، چې په افغانستان کې روان بحران که څه هم نور د نړۍ د خبرونو په سرخطونو کې نه ښکاري، خو اغېزې یې لا هم هره ورځ د میلیونونو کورنیو له خوا احساسېږي.
اوچا په خپل تازه پیغام کې ویلي، چې په افغانستان کې وضعیت ښايي د نړیوالو رسنیو له لومړیو سرخطونو وتلی وي، خو د خلکو ژوند لا هم له جدي ستونزو سره مخ دی.
دغه اداره زیاتوي، چې یوازې د خلکو عاجلو اړتیاوو ته رسیدګي د ستونزې بشپړ حل نه دی، او بیا رغونه تر دې ډېره پراخې هڅې غواړي.
اوچا ټینګار کوي، چې بیا رغونه د خلکو د معیشت د بیا راژوندي کولو، د ټولنو د مقاومت د پیاوړتیا او د یوې هیله بښونکې راتلونکې د جوړولو معنا لري.
په همدې راپور کې د پکتیکا ولایت د گیان ولسوالۍ د یوې کلیوالې ښځې له قوله ویل شوي، چې د دوی کورنۍ د ماشومانو د خوراکي اړتیاوو په پوره کولو کې له سختو ستونزو سره مخ ده.
دغه مېرمن وایي، چې د اقتصادي ستونزو له امله حتی د څارویو ساتل هم دروند بار ګرځېدلی او کورنۍ یې د ژوند له سختو شرایطو سره لاس او ګریوان ده.
اوچا زیاتوي، چې فقر، بېکاري او اقلیمي بدلونونه لکه پرلهپسې وچکالۍ په افغانستان کې داسې وضعیت رامنځته کړی، چې نړیوال سازمانونه یې د یو ژور بحران په توګه یادوي.
