Home افغانستان امریکا کې یوې فدرالي محکمې د افغان همکارانو د SIV ویزو ارزونې د بیا پیل کولو امر کړی
افغانستان نړۍ

امریکا کې یوې فدرالي محکمې د افغان همکارانو د SIV ویزو ارزونې د بیا پیل کولو امر کړی

د کډوالو د مرستو نړیوال سازمان خبر ورکړی، چې په امریکا کې یوې فدرالي محکمې د ډونالډ ټرمپ ادارې ته امر کړی، څو د افغان پخوانیو همکارانو لپاره د ځانګړو کډوالۍ ویزو (SIV) د دوسیو د ارزونې بهیر سمدستي بېرته پیل کړي.

د یاد سازمان په وینا، دا پرېکړه د هغو زرګونو افغان متقاضیانو لپاره نوې هیلې راولاړوي، چې له اوږدې مودې راهیسې په بې‌سرنوشتي کې پاتې وو.

قاضی تانیا چاتکان په خپل قاطع حکم کې ویلي، چې د دغو دوسیو نامحدود ځنډ او بندېدل د کانګرس له پرېکړو او پخوانیو قضايي احکامو ښکاره سرغړونه ده. هغې ټینګار کړی، چې د ټرمپ اداره نه شي کولی دا مهم بهیر په خپله خوښه ودروي او باید د خپلو پخوانیو متحدینو د ژوند په وړاندې مسوولیت ومني.

د دې پرېکړې له مخې، د ډونالډ ټرمپ اداره مکلفه ده، چې د یو روښانه او ټاکلي مهالوېش له مخې پر راټولو شوو غوښتنلیکونو کار پیل کړي. محکمې همداراز امر کړی، چې د ځانګړو کډوالۍ ویزو ارزونه او پرېکړه باید «پر وخت» ترسره شي، څو متقاضیان له احتمالي ګواښونو وژغورل شي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Exit mobile version