Home نړۍ په لاهور کې د بسنت پتنگو مېله؛ رنګونه، خو په پښتونخوا او بلوچستان کې د خلکو بې کوره کول روان دي
نړۍ

په لاهور کې د بسنت پتنگو مېله؛ رنګونه، خو په پښتونخوا او بلوچستان کې د خلکو بې کوره کول روان دي

په لاهور کې خلک د درې ورځنۍ بسنت مېلې له خوندونو برخمن شول، خو په پښتونخوا او بلوچستان کې پوځ د خلکو د بې‌کورۍ، نیونې او وژنو لړۍ روانه ساتلې ده، چې د حکومت دوه اړخیز چلند څرګندوي.

په پاکستان کې سږکال د پنجاب ولایت په لاهور ښار کې د درې ورځنۍ بسنت پتنگو مېله د ۱۹ کلونو بند وروسته د خوندیتوب کلکو تدابیرو سره پیل شوه. خلک په بامونو، پارکونو او سړکونو راټول شوي، پتنگونه الوتوي او د رنګین اسمان څخه خوند اخلي او پولیسو د مېلې د امنیت د ساتلو لپاره ګامونه پورته کړي دي.

خو په همدې وخت کې، په پښتونخوا او بلوچستان کې پاکستانی پوځ د خلکو پر وړاندې سخت اقدامات کوي. زرګونه کورنۍ بې‌کوره شوي، ګڼ شمېر کسان نیول شوي او ځینې وژل شوي دي، چې د حکومت دوه اړخیز او تبعیضیز چلند ته اشاره کوي.

د فعالانو په وینا، په لاهور کې مېله د ساتنې او فرهنګي فعالیتونو له لارې وړاندې کېږي، خو په نورو سیمو کې د امنیت په نوم د خلکو پر وړاندې زور واکي کارول کېږي او خلک نیول او وژل کیږي.

فعالان وایي، دا وضعیت د پاکستان په بېلابېلو سیمو کې د حکومت د چلند ناهمغږۍ او د انساني حقونو د سرغړونو بیلګه ده، چې د خلکو ورځنی ژوند او فرهنګي فعالیتونه یې اغېزمن کړي دي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Exit mobile version