Home نړۍ میا افتخار: د ترهګرۍ تر نوم لاندې له پښتنو سره ډرامه روانه ده
نړۍ

میا افتخار: د ترهګرۍ تر نوم لاندې له پښتنو سره ډرامه روانه ده

د عوامي نشنل ګوند ایالتي مشر میا افتخار حسین د پاکستاني حکومت پر تګلارونیوکې کړي او ویلي یې دي، چې د ترهګرۍ تر نوم لاندې یو ځل بیا له پښتنو سره لوبه روانه ده.

نوموړي زیاته کړې، شهیدان هم د دوی خلک دي او ټول ظلمونه هم دوی ګالي، خو دا هر څه یوه ډرامه ده.

میا افتخار د پوځ پر پخوانیو مشرانو د ترهګرو د بیا مېشتولو تور ولګاوه او پوښتنه یې کړې، چې د جنرل فیض د اقداماتو پر مهال نیشنل ایکشن پلان چېرته و؟ هغه ټینګار کړی، چې د ترهګرۍ د ختمولو قانوني لارې شته، خو په عمل کې یوازې پښتانه ځورول کېږي.

دا په داسې حال کې ده، چې په دې وروستیو کې د پاکستان د ناسمو امنیتي او سیاسي سیاستونو او د تبعیضي چلند پر ضد د خلکو او سیاسي مشرانو نیوکې زیاتې شوې دي. په ځانګړي ډول په خیبر پښتونخوا او پخوانیو قبایلي سیمو کې مېشت ولسونه وايي، چې د ترهګرۍ پر ضد د جګړې تر نوم لاندې تر ټولو زیات زیان پښتنو ته اوښتی، خو بیا هم د تصمیم نیولو له بهیره بهر ساتل شوي دي.

سیاسي ګوندونه او ولسي مشران ټینګار کوي، چې د ترهګرۍ د له منځه وړلو لپاره شفاف، قانوني او ټولشموله تګلارې شته، خو پر ځای یې زور، عملیات او تبعیضي چلند کارول کېږي. د هغوی په وینا، دغه سیاستونو نه یوازې امنیت نه دی ټینګ کړی، بلکې بې‌باوري، بې‌ثباتي او ولسي ناخوښي یې لا زیاته کړې ده.

د عوامي نشنل ګوند ایالتي مشر میا افتخار حسین د پاکستاني حکومت پر تګلارو نیوکې کړي او ویلي یې دي، چې د ترهګرۍ تر نوم لاندې یو ځل بیا له پښتنو سره لوبه روانه ده.

نوموړي زیاته کړې، شهیدان هم زمونږ خلک دي او ټول ظلمونه هم مونږ ګالو، خو دا هر څه یوه ډرامه ده.

میا افتخار د پوځ پر پخوانیو مشرانو د ترهګرو د بیا مېشتولو تور ولګاوه. هغه ټینګار کړی، چې د ترهګرۍ د ختمولو قانوني لارې شته، خو په عمل کې یوازې پښتانه ځورول کېږي.

دا په داسې حال کې ده، چې په دې وروستیو کې د پاکستان د ناسمو امنیتي او سیاسي سیاستونو او د تبعیضي چلند پر ضد د خلکو او سیاسي مشرانو نیوکې زیاتې شوې دي. په ځانګړي ډول په خیبر پښتونخوا او پخوانیو قبایلي سیمو کې مېشت ولسونه وايي، چې د ترهګرۍ پر ضد د جګړې تر نوم لاندې تر ټولو زیات زیان پښتنو ته اوښتی، خو بیا هم د تصمیم نیولو له بهیره بهر ساتل شوي دي.

سیاسي ګوندونه او ولسي مشران ټینګار کوي، چې د ترهګرۍ د له منځه وړلو لپاره شفاف، قانوني او ټولشموله تګلارې شته، خو پر ځای یې زور، عملیات او تبعیضي چلند کارول کېږي. د هغوی په وینا، دغه سیاستونو نه یوازې امنیت نه دی ټینګ کړی، بلکې بې‌باوري، بې‌ثباتي او ولسي ناخوښي یې لا زیاته کړې ده.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Exit mobile version