د راپورونو له مخې، د امریکا پوځ چمتو دی، چې ښايي د همدې اوونۍ تر پای پورې پر ایران پوځي برید وکړي، خو د متحده ایالاتو ولسمشر ټرمپ لا تر اوسه وروستۍ پرېکړه نه ده کړې، چې ایا دې اقدام ته به اجازه ورکړي که نه.
د موضوع له حاله باخبره سرچینو سي اېن اېن خبري شبکې ته وایي، سپینې ماڼۍ ته ویل شوي، چې د منځني ختیځ په سیمه کې د هوايي او سمندري ځواکونو د پام وړ پیاوړتیا وروسته، پوځ کولی شي تر اوونۍ پورې د برید لپاره بشپړ چمتووالی ولري. خو یوه سرچینه ټینګار کوي، چې ولسمشر ټرمپ په شخصي ډول د پوځي اقدام د ملاتړ او مخالفت دواړه دلایل سنجولي او له خپلو سلاکارانو او متحدینو سره یې د غوره لارې په اړه سلا مشورې کړې دي. تر اوسه روښانه نه ده، چې هغه به تر اوونۍ پورې وروستۍ پرېکړه اعلان کړي که نه.
یوه سرچینه وایي: «هغه پر دې موضوع ډېر وخت لګوي او ژور فکر پرې کوي.»
په همدې حال کې، د ایران او امریکا مذاکره کوونکو د سېشنبې په ورځ په جنیوا کې د غیرمستقیمو خبرو پر مهال د درې نیمو ساعتونو لپاره یادښتونه تبادله کړل، خو له روښانه پایلې پرته جلا شول. د ایران د پلاوي مشر وویل، چې دواړو لورو د «لارښود اصولو» پر یوه ټولګه سلا کړې، خو یوه امریکایي چارواکي وویل: «لا هم ډېر جزئیات شته چې پرې بحث ته اړتیا ده.»
د سپینې ماڼۍ ویاندې کارولاین لیوېټ د چهارشنبې په ورځ وویل، چې تمه ده ایران په راتلونکو څو اوونیو کې د خپل مذاکراتي دریځ په اړه نور جزیات وړاندې کړي، خو هغې دا ونه ویل، چې ایا ولسمشر به تر هماغه وخته پوځي اقدام وځنډوي که نه.
د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مارکو روبیو تمه ده، د فبرورۍ په ۲۸مه اسرائیل ته سفر وکړي او د دغه هېواد له صدراعظم بنیامین نتانیاهو سره د ایران د خبرو په اړه سلا مشورې وکړي.
لیوېټ وویل: «زه د متحده ایالاتو د ولسمشر پر ځای مهالوېش نه ټاکم.»
هغې زیاته کړه، چې که څه هم «دیپلوماسي تل د ولسمشر لومړنی انتخاب دی»، خو پوځي اقدام لا هم د انتخاب په توګه پر مېز پروت دی.
دغه ناڅرګند دریځونه د دواړو هېوادونو ترمنځ د پوځي شخړې اندېښنې زیاتې کړې دي، سره له دې چې چارواکي لا هم د دیپلوماسۍ هیله څرګندوي. د امریکا تر ټولو پرمختللې بېړۍوړونکې ډله، «یو اېس اېس جېرالډ فورډ»، ښايي د همدې اوونۍ تر پای پورې سیمې ته ورسېږي. همداراز، د امریکا د هوايي ځواک ځینې شتمنۍ چې په برېتانیا کې مېشتې دي د سونتوکو، د هوايي ټانکرونو او جنګي الوتکو په ګډون د منځني ختیځ پر لور نږدې ځایونو ته لېږدول کېږي.
د سي اېن اېن په راپور کې راغلي، بل لور ته، د سپوږمکۍ د نوو انځورونو او د ساینس او نړۍوال امنیت د انستیتیوت د شننې له مخې، ایران د امریکا د پوځي فشار تر سیوري لاندې د خپلو اټومي تاسیساتو د پیاوړتیا هڅې زیاتې کړې دي او د مهمو ځایونو د پټولو لپاره کانکریټ او د خاورې ډېر مقدار کاروي.
د راپور پر اسایس، یو شمېر تقویمي پېښې هم د هر ډول احتمالي برید پر وخت اغېز لرلی شي. د ژمنیو المپیک سیالۍ د یکشنبې په ورځ پای ته رسېږي او ځینې اروپايي چارواکي باور لري، چې تر هغې وړاندې به برید ونه شي. همداراز، د روژې مبارکه میاشت پیل شوې ده او د سیمې د ځینو متحدینو په وینا، په دې موده کې برید به د سیمې د بېثباتۍ وېره زیاته کړي.
سربېره پر دې، ولسمشر ټرمپ د سېشنبې په ورځ د هېواد د وضعیت کلنۍ وینا کوي، چې ښايي د هغه د کورنیو سیاسي پیغامونو د پیل ټکی وي. تر اوسه څرګنده نه ده، چې ټرمپ د دې پېښو ارزونه په خپل تصمیم کې څومره په پام کې نیسي.
ټرمپ په وروستیو اوونیو کې د ایران په اړه په خپلو څرګندونو کې د امریکا د ولس او کانګرس پراخ ملاتړ د یوه لوی پوځي اقدام لپاره نه دی ترلاسه کړی. هغه د نظام د بدلون اشاره کړې او ټینګار یې کړی، چې ایران باید اټومي وسلې تر لاسه نه کړي، خو دا یې نه دي روښانه کړي چې د هر ډول برید دقیق اهداف به څه وي.
