نړۍ

امریکا د ایران د مرکزي بانک اړوند شتمنۍ کنګل کړې

د امریکا د خزانې وزارت د بهرنیو شتمنیو د کنټرول دفتر (OFAC) د سې‌شنبې په ورځ د ایران د مرکزي بانک اړوند پر څو حسابونو او ډیجیټلي بټو (والټونو) بندیزونه ولګول، چې له امله یې د ۱۳۰ میلیونه ډالرو څخه زیاتې شتمنۍ کنګل شوې دي.

د امریکا د خزانې وزیر سکاټ بېسنټ ویلي، چې دغه اقدام د ایران د هغو مالي فعالیتونو د ګډوډولو او کمزوري کولو لپاره ترسره شوی چې، د واشنګټن په وینا، په کې له ډیجیټلي شتمنیو ناوړه ګټه اخیستل کېږي.

هغه زیاته کړه، د بهرنیو شتمنیو د کنټرول دفتر د ایران د مرکزي بانک اړوند څو ډیجیټلي بټې د بندیزونو په نوملړ کې شاملې کړې، چې په پایله کې یې تر ۱۳۰ میلیونه ډالرو زیاتې شتمنۍ کنګل شوې دي.

بېسنټ ټینګار وکړ، چې د امریکا د خزانې وزارت به د ایران د حکومت مالي شبکې له نږدې وڅاري او هڅه به وکړي چې د ایران حکومت د هغو عوایدو له ترلاسه کولو محروم کړي چې امریکا یې ناقانونه بللي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *