ملګرو ملتونو خبرداری ورکړی، چې د نړۍوالو مرستو کمښت په افغانستان کې بشري بحران لا زیاتوي او که پر وخت اړینو برخو ته مرستې ونه رسېږي، میلیونونه خلک به له ستونزو سره مخ شي.
د ملګرو ملتونو د ښځو د بشري اقداماتو څانګې ویلي، د ۲۰۲۵ کال له جنورۍ راهیسې د بهرنیو مرستو کمښت له امله شاوخوا یو میلیون ښځې او نجونې له مهمو ملاتړونو بې برخې شوې دي.
بل لور ته، د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ ادارې (اوچا) د معلوماتو له مخې، په ۲۰۲۶ کال کې به له ۱۰،۷ میلیونو ډېرې افغانې ښځې او نجونې بشري مرستو ته اړتیا ولري.
یونسیف هم خبرداری ورکړی، چې په افغانستان کې د خوړو ناامني د پنځو کلونو کم عمره شاوخوا ۳،۷ میلیونه ماشومان د خوارځواکۍ له خطر سره مخ کوي.
د راپورونو له مخې، د روغتیا سکتور هم له سخت فشار سره مخ دی او د ښځینه روغتیايي کارکوونکو کمښت، د درملو محدود لاسرسی او د تمویل کمښت د میندو او ماشومانو روغتیا له جدي ننګونو سره مخ کړې ده.
