د ملګرو ملتونو سرمنشي انتونیو ګوترش په تازه راپور کې ویلي، چې د مې له لومړۍ نېټې څخه د جولای تر ۳۱مې پورې په افغانستان کې ۲ زره او ۹۴۷ امنیتي پېښې ثبت شوې دي.
د راپور له مخې، د امنیتي پېښو دغه شمېر د تېر کال د همدې مودې په پرتله ۱۱ سلنه زیاتوالی ښيي.
د ملګرو ملتونو په راپور کې ویل شوي، چې د مې له لومړۍ نېټې څخه د جولای تر ۳۱مې پورې د افغانستان او پاکستان ترمنځ فرضي کرښه د هوايي بریدونو، بېپیلوټه الوتکو د څارنې او پوځي غبرګونونو له امله له ناامنۍ سره مخ وه.
راپور وايي، د مې او جون په میاشتو کې د پاکستان هوايي بریدونه د غزني، کونړ، خوست او پکتیکا ځینې سیمې په نښه کړې دي، چې په څو پېښو کې یې ملکي وګړو او بنسټونو ته زیانونه اړولي دي.
د ملګرو ملتونو په وینا، له پاکستانه د توپونو ډزې هم د پکتیا، خوست، پکتیکا، نورستان او کونړ ځینې سیمې په نښه کړې دي.
راپور زیاتوي، چې په دغه موده کې د کندهار، ننګرهار او پکتیا په ولایتونو کې د طالبانو د امنیتي ځواکونو او پاکستاني ځواکونو ترمنځ څو نښتې هم ثبت شوې دي.
د ملګرو ملتونو په راپور کې راغلي، چې داعش خراسان د جون پر ۳۰مه د نورستان د وېګل ولسوالۍ پر یوه پوځي امنیتي پوستې د برید مسوولیت منلی دی. د راپور له مخې، په دغه برید کې د طالبانو څو امنیتي کسان ټپیان شوي دي.
دغه ډله د جولای پر ۲۹مه په بدخشان کې د طالبانو د اطلاعاتو او فرهنګ د رئیس ذبیحالله امیري د وژنې مسوولیت هم منلی دی.
ملګرو ملتونو ویلي، چې د اپرېل له لومړۍ نېټې څخه د جون تر ۳۰مې پورې بشري مرستو ته د لاسرسي په برخه کې ۱۵۹ محدودیتونه ثبت شوي دي.
د راپور له مخې، دغو محدودیتونو د بشري مرستو د ۸۶ فعالیتونو د ځنډېدو لامل شوي دي.
په همدې موده کې د بشري مرستو د کارکوونکو، وسایلو او تاسیساتو پر وړاندې ۲۳ د تاوتریخوالي پېښې هم ثبت شوې دي، چې په ترڅ کې یې ۲۱ بشري مرستندوی کارکوونکي نیول شوي وو.
راپور وايي، چې په همدې موده کې د ښځینه کارکوونکو د بشري مرستو په فعالیتونو کې د ګډون او ښځو ته د مرستو د رسېدو په برخه کې ۲۴ محدودیتونه هم ثبت شوي دي.
د ملګرو ملتونو په وینا، د طالبانو د امر بالمعروف او نهی عن المنکر وزارت له ۴۰ ثبت شوو محدودیتونو سره تړاو درلود، چې ۲۷ یې په هرات کې رامنځته شوي دي.
